د ازبيکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن غرمه د افغانستان، پاکستان او ازبيکستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د ګډون په موخه کابل ته راورسېد.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ارګ کې د نوموړي رسمي هرکلی کړی دی.
ټاکل شوې ده، چې د ازبيکستان د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان اسلامي امارت له رييسالوزرا ملا محمد حسن اخوند سره هم وګوري.
په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سیمهییزو اقتصادي پروژو، په ځانګړي توګه د افغانـټرانس رېلپټلۍ پر پروژه بحث وشي.
د خبرپاڼې له مخې، بختیار سعیدوف به همداراز په کابل کې د درېاړخیزې غونډې برخه هم وي، چې موخه یې سیمهییزه همکاري، اقتصادي هوکړه او د ګډو پروژو پرمخ بیول دي.