ډېر لوستل شوي

اسلام‌کلا کې راستنو شويو افغان کډوالو ته ۱۶۰ زره وړیا سیمکارټونه ویشل شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ایران له لوري راستنېدونکو افغان کډوالو ته د مخابراتي چوپړتياوو برابرولو په موخه اسلام‌کلا کې ۱۶۰ زره وړیا سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د ياد وزارت وياند عنايت‌الله الکوزی اميد راډيو ته ويلي، دا سیمکارټونه د هېواد پنځو مخابراتي شبکو له لوري په دوه بېلابېلو برخو کې په ۲۴ ساعته توګه ویشل کېږي، چې هم وړیا دقیقې او هم وړیا انټرنټ لري.
نوموړی زیاتوي، چې دا کارتونه په استثنايي توګه، یوازې د کډوالو له اسنادو سره ورکول کېږي او تر درې میاشتو به فعال وي.
عنايت‌الله الکوزي ټينګار کړی چې کاروونکي باید له يادې مودې وروسته، دا سیمکارټونه د اټرا ادارې له لوري ثبت او راجسټر کړي؛ که نه، له درې میاشتو وروسته به غیر فعاله شي.

اړوند خبرونه