ډېر لوستل شوي

بلخ کې دوه ماشومان له دوه‌کلنې نادرکۍ وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل شوي

د بلخ مسوولین ځايي مسوولین وایي چې هلته په نشه‌يي توکو دوه روږدي ماشومان تر دوه‌کلنې درمنلې وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل شوي دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو امید راډیو ته ویلي چې دا دوه ماشومان د دوی روغتیایي ټیمونو په مزار ښار کې نیولي وو، او د دوو کلونو په موده کې ورسره د درملنې ترڅنګ د زده‌کړو په برخه کې پوره خواري شوې ده.
د دغه ریاست ویاند، کمال خان ځدران ویلي چې په روغتونونو کې د روږدو کسانو د درملنې موده لږه ده او په دې ماشومانو چې دوه کاله ووتل لامل یې د همدې ماشومانو له خوا د خپلو کورنیو په اړه ناسم معلومات ورکول وو.
د محمد حسین او سید الرحمن په نومونو ماشومان په کم عمر کې په نشو اخته شوي وو. ماشومانو له امید راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دا ناوړه عمل یې له خپلو مشرانو زده کړی او بیا مزار ته راغلي او له هغې وروسته یې هر ډول نشو ته مخه کړې وه.
بلخوا د ماشومانو د کورنۍ غړو د بلخ د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو هڅې ستایلې، او خوښ دي چې د دوی د کورنۍ غړي یې ورته روغ سپارلي.

اړوند خبرونه