ډېر لوستل شوي

د ازبيکستان او پاکستان لوړپوړي پلاوي به نن کابل ته را ورسېږي

ټاکل شوې، چې نن د ازبيکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ لوړپوړي پلاوي کابل ته را ورسېږي او دلته به په دوه اړخیزو او درې اړخیزو ناستو کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياء احمد تکل وايي، یاد پلاوي به په دې ناسته کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي هوکړې، ډیالوګ او ستونزو د حل پر اساسي موضوعاتو بحث وکړي.

ښاغلي تکل زياته کړې، د غونډې په ترڅ کې به د افغان – ټرانس لویې پروژې د امکان‌سنجۍ د مطالعاتو پروژه هم لاسلیک شي. ويل‌کېږي، چې دواړه پلاوي به افغانستان ته د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو سره جلا دوه اړخیزې لیدنې هم ولري.

اړوند خبرونه