ډېر لوستل شوي

د افغانستان برېښنا شرکت: د نغلو د لمريزې برېښنا پروژه بشپړېدو ته نږدې شوې

د کابل د نغلو د لمريزې برېښنا ستره پروژه، چې د ۲۲.۷۵ مګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، بشپړېدو ته نږدې شوې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، دا پروژه نه یوازې د زرګونو کورنیو لپاره برېښنا برابروي، بلکې د چاپېریال د ساتنې په برخه کې هم مهم ګام بلل کېږي.

ټاکل شوې، چې د یادې پروژې له بشپړېدو سره به شاوخوا ۲۳ زره کورنۍ له دايمي برېښنا برخمنې شي.

دا پروژه د کابل په نغلو سیمه کې جوړه شوې او د دوامدارو، پاکو او طبیعي سرچینو د پراختیا په لړ کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

اړوند خبرونه