د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وايي، د خیبر پښتونخوا ایالت والي له افغانستان سره د خپلواکو هوکړو صلاحيت نهلري
پاکستاني رسنيو د نوموړي په حواله ويلي، چې هېڅ ایالت یا سیمهییز چارواکی نهشي کولای د هېواد ملي پالیسي له قانوني لارو چارو پرته تعقیب کړي.
خواجه آصف ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د اړیکو او خبرو هر ډول بهیر باید د اساسي قانون له مخې، د مرکزي حکومت له لارې تر سره شي. د پاکستان دفاع وزير دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې ټاکل شوې نن د ازبيکستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په مشرۍ پلاوي کابل ته راشي.