د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۳۰۰ ځوان منسوبین فارغ شوي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان له درې میاشتینیو پوځي، فکري او عقیدوي زدهکړو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې شوې دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په دې مراسمو کې ۲۲۱ شهید آفتاب درستیزوال، مولوي ثناءالله «سنګین فاتح» د اسلامي اردو په زدهکړو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په پرمختللو وسلو او مجهزو پوځي تجهیزاتو د منسوبینو د سمبالکېدو هڅې پيل شوې دي.