د عراق په ختیځ، واسط ولایت کې د مرګونې اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۶۰ ته رسېدلی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د عراق «INA» خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه تېر ماښام (چهارشنبې، چنګاښ ۲۵مه) د الکوت ښار په پنځه پوړیز سوداګریز مرکز کې شوې وه او اورلګېدنې تر نن سهاره دوام کړی و.
د عراقي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې ښايي د مړو شمېر تر دې هم لوړ شي.
بلخوا رویټرز راپور ورکړی چې د دې اورلګېدنې له امله ۱۱ کسان نادرکه شوي هم دي او د یو بل کس جسد د سوځېدو له امله د پېژندنې وړ نه دي.
عراقي چارواکو تر اوسه د دې اورلګېدنې لامل نه دی ښودلی، او ویلي یې دي چې په دې اړه د لومړنیو څېړنو پایله ښایي ۴۸ ساعته وروسته اعلان کړي.