د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وایي چې د افغانستان – ازبکستان – پاکستان ترمنځ درېاړخیزه غونډه او د ټرانس – افغان اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړې لاسلیک یو مهم اقدام بلل کېږي.
خلیلزاد دا خبرې ‘په کابل کې د ازبکستان – افغانستان – پاکستان د چارواکو ترمنځ له درېاړخیزې غونډې او د یادې هوکړې تر لاسلیک وروسته ‘ په خپله اېکسپاڼه لیکلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ټرانس – افغان اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړه د ا.ا د ټولګټو، د ازبکستان د ټرانسپورت او د پاکستان د رېل پټلۍ وزارتونو ترمنځ لاسلیک شوه.
د ویلو ده چې دا هوکړه د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې لاسلیک شوې او د ا.ا بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې غونډه کې ویلي، چې دا پروژه یوازې ترانزیټي مسیر نه دی، بلکې د سټراټیژیک اتصال په لومړني ګامونه دي.
مولوي امیرخان متقي همداراز اعتماد او خپلمنځي باور د دوی د اړیکو اساس بللی او په وینا یې چې افغانستان د سیمې وصل نکته ده، چې باید په همدې محور تعریف شي. د ویلو ده چې د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او مل لوړپوړو پلاوو کابل ته د سفر پرمهال د ا.ا رییسالوزراء په ګډون له یو شمېر چارواکو سره هم کتلي دي.