د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د تخار په چاهآب ولسوالۍ کې د سمتي سرو زرو کان اول لاک د کیندنې او پروسس عملي چارې، د یاد وزارت د سرپرست، ملا هدایت بدري په شتون کې پیل شوي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یاد کان د چارو په پیل سره به ډېرو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.
بلخوا د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د کار په برخه کې د سیمې خلکو ته پر لومړیتوب او همدارنګه په کور دننه د کاني موادو پر پروسس ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې د تخار مسوولینو شته امنیت په ټول هېواد کې د لویو پروژو د پلي کېدو لپاره د باور وړ بللی او د تخار د کانونو شرکتونو ته یې د امنیت د ټېنګښت په موخه د همکاریو ډاډ ورکړی دی. بلخوا د چاینا افغانستان شرکت استازي ویلي: “موږ ټولو هغو برخو ته ژمن یو چې په تړون کې مو د پلي کېدو په اړه ویلي دي او همدارنګه به د سیمې خلکو ته د کار او ټولنیزو چوپړتیاوو په برخه کې هم فعالیت ترسره شي.”