ډېر لوستل شوي

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس ژوند بایللی

د جوزجان ځايي مسوولینو د یاد ولایت په مرکز، شبرغان کې د ترافیکي پېښې له امله د یو کس د مړینې خبر ورکړی.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه نن (شنبې، چنګاښ ۲۸مه) د جوزجان – سرپل په لاره د مازدا او موټرسایکل د ټکر په پایله کې شوې ده. 

مسوولینو د دې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

په وروستیو څو کلونو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل شوي دي. 

بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.  د ویلو ده چې پرون په غزني کې د دوو موټرو د خونړي ټکر له امله د هلمند ولایت څلور اوسېدونکي مړه شوي وو.

اړوند خبرونه