د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له عمومي ریيس «فيليپو ګرانډي» سره کتلي، او دواړو لوریو د ايران او پاکستان لخوا د جبري راستنېدونکو افغانانو پر ستونزو او له هغوی سره د مرستو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي ټینګار کړی چې راایستلکېدونکو کډوالو ته دې په کوربه هيوادونو کې د خپلو حسابونو د تصفيې او د خپلو املاکو د خرڅلاو يا لېږد لپاره فُرصت ورکړل شي.
نوموړي همداراز ویلي چې حکومت په خپل ټول وس د خپلو خلکو لاسنيوی کوي، خو د خلکو ستونزې خورا زیاتې دي، او د نړيوالو ادارو مرستو ته اړتيا ليدل کيږي.
په دې کتنه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ریيس، فيلپو ګرانډي ویلي چې دوی به د رااېستل کېدونکو وضعيت له نږدې وڅاري او له هغوی سره به په خپل ټول توان مرسته وکړي.
ګرانډي همداراز ویلي چې د ملګرو ملتونو دې ادارې په تېرو څو لسيزو کې له افغان کډوالو سره مرسته کړې او په راتلونکي کې به هم خپلې مرستې جاري ساتي.