ډېر لوستل شوي

د لاس انجلس د پولیسو په روزنیز مرکز کې چاودنې درې افسران وژلي

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې د ولایتي پولیسو (شېریف ادارې) په یوه روزنیز مرکز کې د چاودنې له امله درې افسران وژل شوي دي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د راپور له مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې د بمونو شنډولو یوې ډلې چاودېدونکي توکي لېږدول.

د شېریف ادارې مشر رابرټ لونا، د تلفاتو شمېره تایید کړې، خو ویلي یې دي چې د پېښې په اړه نور جزییات نه شي وړاندې کولای.

تر دې مهاله دا نه ده تایید شوې چې ایا چاودېدونکي توکي د روزنې برخې لپاره انتقالېدل که نه، او نه هم دا روښانه ده چې پېښه تصادفي وه که قصدي.

اړوند خبرونه