د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي نن سهار کابل ته رارسېدلی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیمالرحمان فاني د نوموړي د سفر ستاينه کړې او په دې ليدنه کې يې زياته کړې، چې د راستنو شويو کډوالو لپاره د بیړنیو مرستو تر څنګ د سرپنا، تعلیم او روغتیا په برخو کې پراخو خدمتونو ته اړتیا ليدل کېږي.
فیلیپو ګراندي له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو ډلهییز ایستل یوه ستره ننګونه بللې او ډاډ یې ورکړ چې UNHCR به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې، چې نوموړی به په دې ترڅ کې هرات ته هم سفر وکړي.