ډېر لوستل شوي

زړو مکروریانو کې نږدې ۴ زره کسانو ته کونسلي خدمتونه وړاندې شوي

په کابل ښار کې د آسان خدمت زړو مکروریانو مرکز د روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال له پیل راپدې خوا ۳ زره او ۹۰۷ هېوادوالو ته د بهرنیو چارو وزارت اړوند کونسلي خدمتونه وړاندې کړي دي.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ياد مرکز د عمومي مدیر ولي‌باز خان کارګر په حواله ويلي، چې یاده اداره هره ورځ نږدې ۱۰۰۰ مراجعین د برېښنايي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او کونسلي خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه جذبوي.

د نوموړي په وینا، په یاده موده کې ۲۲ زره او ۷۳۳ نوې الکترونیکي تذکرې، ۵ زره او ۷۱۴ زېږون کارتونه او ۳ زره او ۴۲۵ کسانو ته د پېژندپاڼو تر وېش وروسته اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

ښاغلی کارګر زياته کړې، چې د نویو تذکرو د وېش تر څنګ، د پېژندپاڼو اصلاح، نوې کول او د ودونو ثبت هم په یاد مرکز کې فعال خدمتونه دي. د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د آسان خدمت مرکزونه د عامو خلکو د اسانتیا لپاره جوړ شوي، څو هېوادوال وکولای شي په لنډ ممکنه موده کې له بېلابېلو دولتي خدمتونو برخمن شي.

اړوند خبرونه