ډېر لوستل شوي

فاریاب کې د «هزاره‌ کلا» کانال د جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې په فاریاب ولایت کې د «هزاره کلا» کانال د جوړولو او پاکارۍ پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې او ژر به ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا کانال په «چهل‌ ګزي» ولسوالۍ کې دی چې د جوړولو او پاکارۍ چارې یې ۲۳ زره ۶ امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي.
د سرچینې په وینا چې دا پروژه د «اېف اې او» موسسې په مالي ملاتړ او د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې بشپړېدو ته نږدې شوې ده.
له تېرو نږدې دریو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو بندونو او ورته کانالونو د جوړولو کارونه پیل شوي چې ډېر پکې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د ویلو ده چې د ورته کانالونو اساسي جوړېدل د کرنیزو ځمکو د خړوبولو پرمهال د اوبو د بې‌ځایه مصرف د مخنیوي لپاره ګټور بلل شوي دي.

اړوند خبرونه