لوبیا (Phaseolus spp) له حبوباتي (Legumes) ډلې یو خورا مهم او ارزښتناک خواړه دي، چې د انسان د تغذیې او کرنیز اقتصاد لپاره ځانګړی اهمیت لري. دا حبوبات له زرګونو کلونو راپدې خوا د نړۍ په بېلابېلو کلتورونو کې د خوړو د بنسټیزې برخې په توګه کارول کېږي او د خپلو پراخو غذایي ګټو له امله یې ځای تر ننه هم ثابت پاتې شوی دی.
لوبیا په طبیعي توګه د پروټین، فایبر، فولیک اسید، وسپنې، مګنیزیم، پوتاشیم او ویټامین B کمپلکس یوه غښتلې سرچینه ده. دا مواد نه یوازې د بدن د ودې او روغتیا لپاره حیاتي رول لري، بلکې د زړه د ناروغیو، شکرې، ځیګر د غوړوالي او د سرطان د ځینو ډولونو مخنیوي په برخه کې هم ګټور ثابت شوي دي. له دې سره، لوبیا د وینې شکر ثابت ساتلو ځانګړتیاوو لپاره یو مهم غذایي انتخاب ګرځېدلی دی.
د لوبیا له کرنیز پلوه بله مهمه ځانګړتیا دا ده چې د نایتروجن تثبیتوونکي نباتاتو او حبوباتو له ډلې ده، یعنې دا د خاوري په غناتیا او حاصلخېزتیا کې مرسته کوي، چې دا چاره په ځانګړي توګه د پایدارې کرنې لپاره ډېره ارزښتناکه بلل کېږي.
لوبیا، په یوه ټولنه کې چې د تغذیې امنیت، اقتصادي محدودیتونه او له چاپېریالي ننګونو سره مخ وي، کولای شي د مغذي، ارزانه او چاپېریالدوسته خوراکي توکي په توګه ډېر مهم رول ولوبوي. له همدې امله، اړینه ده چې د لوبیا د غذایي، روغتیایي او کرنیزو اړخونو په اړه عامه پوهاوی لوړ شي او دا نبات د ټولنیزو تغذیوي تګلارو یوه محوري برخه وګرځي.
۱. د لوبیا روغتیايي ګټې او ارزښت
لوبیا یو له هغو طبیعي خوړو څخه ده چې له ګڼو غذایي موادو او روغتیايي ارزښتونو څخه ډکه ده. دا حبوبات د نباتي پروټین تر ټولو غوره سرچینه بلل کېږي او د انسان د بدن لپاره بېلابېلې روغتیایي ګټې لري.
- بډایه پروټین:
لوبیا د نباتي پروټین یوه پیاوړې سرچینه ده. هر ۱۰۰ ګرامه پخې شوې لوبیا شاوخوا ۷–۹ ګرامه پروټین لري، چې د بدن د حجراتو جوړښت، د عضلاتو ودې او د هورموني فعالیتونو لپاره ضروري دی. دا ځانګړنه، په ځانګړي توګه د هغو خلکو لپاره چې غوښه نه خوري، خورا مهم بدیل ګڼل کېږي.
- د زړه روغتیا ته ګټه:
لوبیا د حل کېدونکو فایبرونو یوه بډایه سرچينه ده، کوم چې د کولېسټېرول کچه ټيټوي او د زړه د ناروغیو خطر کموي. سربېره پر دې، دا د پوتاشیم، مګنیزیم او انټياکسیدنټونو درلودونکې ده، چې د وینې فشار کنټرولوي او د زړه رګونو فعالیت پیاوړی کوي.
- د وینې شکر کنټرولوي:
لوبیا د ټیټې ګلایسیمیک شاخص لرونکې خواړه دي، یعنې خوړل یې د وینې شکر په چټکۍ نه لوړوي. د فایبر او پیچلو کاربوهایډرېتونو شتون دا مرسته کوي چې د شکر ناروغانو لپاره یو خوندي او ثابت انرژيورکوونکی خواړه وي.
- د هاضمې سیستم پیاوړتیا:
لوبیا د فایبر یوه غوره سرچینه ده، چې د کولمو حرکت منظم ساتي، قبضیت کموي او د هاضمې سیستم فعالیت ته وده ورکوي. همداراز، دا د کولمو د ګټورو بکتریاوو خوراک بلل کېږي، چې د کولمو عمومي روغتیا کې مرسته کوي.
- د وزن د کنټرول مرسته:
لوبیا ډېر ژر د مړښت احساس پیدا کوي، ځکه پروټین او فایبر لري. دا کار د خوراک مقدار کموي او د اضافي وزن د زیاتېدو مخه نیسي. دا خاصیت یې د هغو کسانو لپاره چې د وزن له زیاتوالي شکایت لري، خورا ارزښتناک ګرځوي.
- د اوسپنې او فوليک اسید سرچینه:
لوبیا د وسپنې او فوليک اسید ښه سرچینه ده، چې دا مواد د وینې د سره حجرو په تولید، د حاملګۍ پر مهال د جنین د سالمې ودې او د ستړیا او کمخونۍ د مخنیوي لپاره ضروري دي.
- د سرطان ضد ځانګړتیاوې:
لوبیا کې ځینې نباتي مرکبات (لکه فېنولونه او فایټوکېمیکلونه) شته، چې انټياکسیدنټ خاصیتونه لري. دا مواد د حجرو د تخریب مخه نیسي او د ځینو ډولونو سرطان (په ځانګړې توګه د کولمو سرطان) په خطر کمولو کې مرسته کوي.
۲. په افغانستان کې د لوبيا حاصلات او اقتصادي ارزښت
لوبیا د افغانستان له هغو مهمو کرنیزو حبوباتو څخه شمېرل کېږي، چې هم د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي او هم د صادراتو له لارې هېواد ته اقتصادي ارزښت برابروي. د افغانستان د متنوع اقلیمي شرایطو له برکته، د لوبیا مختلف ډولونه په بېلابېلو سیمو کې کرل کېږي او له کرنیز پلوه ښه حاصل ورکوي.
- د کرنې پراخوالی او کرنیزې سیمې:
لوبیا معمولاً د افغانستان په بغلان، تخار، بلخ، هرات، فاریاب، بادغیس، سرپل، میدان وردګ، ننګرهار، پکتیا او کابل کې ښه حاصل ورکوي.
په دې سیمو کې د خاورې جوړښت، اقلیم او کرنیز موسم له لوبیا سره مناسب دی. د لوبیا کرنه معمولاً په پسرلي یا اوړي کې پیلېږي او د مني په لومړیو کې حاصل ورکوي.
- اقتصادي ارزښت:
لوبیا د افغانستان د کروندګرو لپاره یو اقتصادي نبات ګڼل کېږي، ځکه چې د کرلو، ساتلو او حاصل اخیستلو لګښت یې د نورو نباتاتو په پرتله کم دی.
د بازار تقاضا یې ثابته ده؛ هم کورني بازار ته عرضه کېږي او هم بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.
د خوسا کېدو خطر یې نسبتاً کم دی او د اوږدې مودې لپاره ذخیره کېدلای شي.
د خاورې د حاصلخېزتیا لپاره ګټور دی، ځکه د نایتروجن تثبیتوونکی نبات دی، چې د خاورې جوړښت ته وده ورکوي.
د کرنیزو چارو د متخصصینو په باور، که د لوبیا کرنه په عصري تخنیکونو، اصلاحشویو تخمونو او بازارموندنې سره مل شي، کولای شي د کروندګرو عاید ډېر کړي او د خوړو خوندیتوب ته عملي ګام وي.
- د صادراتو فرصتونه:
د افغانستان لوبیا د خوند، کیفیت او غذایي ارزښت له مخې د سیمهییزو بازارونو لپاره جذابه ده. په ځانګړي توګه پاکستان، ایران، هند او خلیجي هېوادونه د افغانستان لوبیا لپاره احتمالي بازارونه ګڼل کېږي. که صادراتو ته لازم تسهیلات برابر شي؛ نو دا حبوبات کولای شي د هېواد د صادراتو یو مهمه برخه شي.
- د خوراکي امنیت او ټولنیز ارزښت لوری:
لوبیا په افغانستان کې د هرې کورنۍ د خوراک مهمه برخه ده، په ځانګړي توګه په هغو سیمو کې چې د غوښې یا نورو پروټیني موادو ته يې لاسرسی کم وي. دا نه یوازې د کورنیو تغذیې ته ارزانه حللاره ده، بلکې د ښځو او کوچنیانو لپاره هم د مهمو غذایي موادو (لکه وسپنه، فایبر او فوليک اسید) سرچینه بلل کېږي.
۳. د لوبیا روغتیایي احتمالي زیانونه
سره له دې چې لوبیا د مغذي خوړو له ډلې ده؛ خو که ناسم او یا هم په خوراک کې يې اعتدال په پام کې ونه نيول شي، کولای شي ځینې ستونزې رامنځته کړي.
- د ګېس، پړسوب او هاضمې ستونزې
لوبیا د “oligosaccharides” په نوم یو ډول غیر قابل هضم کاربوهایډرېتونه لري، چې په کوچنیو کولمو کې نه تجزیه کېږي او مستقیماً لویو کولمو ته رسېږي. هلته د بکتریاوو له لوري تخمرېږي او پایله یې ګېس، پړسوب او ځینې وختونه معدېخوږ رامنځته کوي.
- د انټينيوټرینتونو شتون:
لوبیا یو شمېر داسې مرکبات لري چې د ځینو غذایي موادو (لکه وسپنې، زېنک او کلسیم) جذب کموي. دې ته انټينيوټرینتونه ویل کېږي، چې پکې فایټېټونه (phytates) او لېکټینونه (lectins) مهم دي.
- د G6PD ناروغانو لپاره خطر:
هغه کسان چې د G6PD (Glucose-6-phosphate dehydrogenase deficiency) کمښت لري، د فاوازم یا فاوېزم په نوم ناروغۍ ښکار کېدای شي. دا ناروغان که لوبیا وخوري؛ نو د وینې سره حجرې یې تخریبېږي او شدیدې روغتیایي ستونزې پیدا کولی شي.
- د پروټین زیاتوالی او د پښتورګو ستونزې:
لوبیا، که څه هم نباتي پروټین لري؛ خو ډېر زیات مصرف یې په هغو کسانو کې چې د پښتورګو ستونزې لري، د وینې د یوریا کچه لوړولی شي.
- د الرجۍ امکان (نادر خو ممکن)
که څه هم کم لیدل کېږي؛ خو ځینې کسان ښایي د لوبیا پر ځانګړو ډولونو حساسیت (الرجۍ) ولري، چې نښې یې کیدای شي د خولې خارښت، پوستکي سوروالی، یا حتی شدید تنفسي عکسالعمل وي.
سپارښتنه: لوبیا یو ارزښتناک، مغذي او اقتصادي خواړه دي، چې باید په افغانستان کې يې هره کورنۍ د ورځني خوړو برخه وګرځوي؛ خو د دې لپاره چې ترې اعظمي ګټه واخیستل شي، باید په سمه توګه لندول، پخول او متوازن ډول کارول يې له پامه ونه غورځول شي. کروندګرو ته په کار دی، چې د لوبیا کرنه د عصري میتودونو پر بنسټ پراخه کړي او روغتيا پالانو ته هم په کار ده، چې د لوبیا پر ارزښت عامه پوهاوی زیات کړي، څو دا ساده؛ خو ګټور نبات د خوارځواکۍ او اقتصادي فشار پر وړاندې یو عملي حل پاتې شي.