د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وایي، چې د کابل هوايي ډګر له لارې هېواد ته د ۲ زره پانګوالو راتګ د نړیوال باور څرګندونه کوي او دا به د افغانستان د اقتصادي فضا په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اميد راډيو خبريال د کلنیو لاسته راوړنو په پروګرام کې د ښاغلي عزيزي له قوله ويلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري د صنعتي ساحو د قانون توشیح او له بهر راستنو شویو سوداګرو ته د اسانتیاوو د تنظیم طرزالعمل تصویب، د تیر کال مهمې لاسته راوړنې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زياته کړې، د افغانستان سوداګري اوس له ۱۰۰ څخه زیاتو هېوادونو سره پراخه شوې، چې دا پرمختګ د هېواد پر اقتصادي اړیکو مثبت اغېز کړی دی.
د ويلو ده، چې د اسلامي امارت د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام د ګڼو چارواکو، رسنيو او خبريالانو په شتون کې پيل شوی او په پام کې ده، چې دغه لړۍ به په ترتيب سره دوام ولري.