ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې شاوخوا ۱۸ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د راپور له مخې، د تېرې پنج‌شنبې په ورځ هېواد ته له بېلابېلو لارو ۳ زره ۳۳  کورنۍ، چې ټولټال ۱۷ زره ۹۰۰ کسان کېږي، په اجباري توګه راستانه شوي دي.

راپور ښيي چې یوازې د اسلام‌کلا له لارې ۱۳ زره ۵۳۳ تنه او د ورېښمو له لارې ۳ زره ۹۴۳ تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې له هغوی سره د نقدي مرستو، لېږد، روغتیايي، مخابراتي او عامه پوهاوي اړوند بېلابېل خدمتونه شوي دي.

په یاده ورځ کې له نږدې ۳ زره کورنیو سره ټولټال ۲۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې، ۴ زره ۴۲۱ کسان خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي او ۱ زر ۱۱۴ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي. د دارالانشاء د معلوماتو له مخې، دغه بهیر د اسلام‌کلا، ورېښمو، سپین‌بولدک، تورخم، بهرامچه او د کابل له لارې تر سره شوی دی.

اړوند خبرونه