ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي: اسلامي امارت او افغان ولس په یو انچ ځمکه بهرنی نظامي حضور نه مني

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، بګرام هوايي اډه کې د بهرنیو ځواکونو د بیا ځای پر ځای کېدو ادعا بې‌اساسه ده او دا ډول خبرې له واقعیت لرې دي.

ښاغلي متقي دا څرګندونې د یاد وزارت د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ له لوري د ډیپلوماټانو د فراغت په غونډه کې کړې، چې پکې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکي د بګرام اډه د چین پوځيانو په واک کې ده.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير په ونيا: “ټرمپ دې په خلاصو غوږو واوري چې اسلامي امارت د هيڅ بهرني نظامي حضور ته په افغانستان کې جازه نشته. “

مولوي اميرخان متقي زياته کړې: “اسلامي امارت له نړۍ سره سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیک تعامل ته ژمن دی؛ خو د بهرنیو ځواکونو د منلو هېڅ تصور نه لري.”

د بهرنیو چارو وزیر نړیوالو ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان کې نه یوازې د چین، بلکې د هېڅ هېواد یو نظامي هم شتون نه لري او دا ډول اندېښنې بې‌ځایه دي.

اړوند خبرونه