د جاپان وګړي نن (یکشنبه) د مشرانو جرګې په ټاکنو کې برخه اخلي، چې ټاکل شوې د جاپان پر وخت ماښام ۸ بجې پای ته ورسېږي.
د رويټرز راپور له مخې، اټکل کېږي چې خلک ښايي د اوسني لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا پر ځای بل چا ته رایه ورکړي.
راپورونه ښيي چې د ایشیبا اېتلافي حکومت به ونهشي کولای له ۲۴۸ څوکیو څخه تر ۵۰ ډېرې څوکۍ وګټي.
رویټرز وايي، په دې ټاکنو کې د هغو وړو مخالفو ګوندونو د بریا چانس ډېر دی، چې د مالیې کمولو او پر کډوالۍ د محدودیت غوښتنه کوي.
داسې ويل شوي، چې د ټاکنو پایلې به تر ختمېدو وروسته ژر اعلان شي.