د میدانوردګو ولایت مسوولین وایي، د یاد ولایت په «جغتو» ولسوالۍ کې د ۴۰ کیلو متره سړک رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.
د دغه ولایت د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر یاد سړک د جغلاچونې لپاره د ټولګټو چارو ریاست له ماشینرۍ څخه ګټه اخیستل شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې په جغتو ولسوالۍ کې د دغه سړک د رغولو چارې یوه میاشت مخکې پیل شوې، او په بشپړېدو سره یې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې حل شوې دي.
د میدانوردګو ولایت مقام د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې پروسږ کال هم په یاد ولایت کې شاوخوا ۲۲۵ کیلو متره سړکونه رغول شوي وو.