ډېر لوستل شوي

لاس انجلس کې پر خلکو د موټر خېژولو پېښه؛ ۳۰ تنه ټپيان شوي

د امريکا کاليفورنيا ایالت په لاس انجلس کې یوه سړي د نایټ‌کلب مخې ته پر خلکو موټر خېژولی، چې له امله یې ۳۰ تنه ټپيان شوي دي.

رويټرز د اور وژني ادارې په حواله ويلي، چې د ۶ ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی. چارواکي وایي، برید کوونکي موټر لومړی له بل موټر سره ټکر کړی او وروسته یې د پارکېنګ کولو پر مهال د خلکو پر یوې ډلې ورخېژولی دی.

د پولیسو په وینا، برید کوونکی له فزیکي غبرګون سره مخ شوی او خلکو په ډزو وژلی دی.

بايد وویل شي، چې دا پېښه په امريکا کې لومړی ځل نه دی تر دې وړاندې هم په امريکا او حتی اروپا کې نايټ‌کلبونو ته د خلکو د تګ پر مهال ګڼې پېښې رامنځته شوې دي.

اړوند خبرونه