د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د لوګر ولایت په «برکي برک» ولسوالۍ کې د ۸۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یو سربند د جوړولو چارې پیل شوې دي.
یاد وزارت په اېکسپاڼه لیکلي چې د «یحییٰخېلو» سربند د جوړولو چارې د لوګر مرستیال والي، مولوي محمد انور دین پرور او د لوګر د اوبو او انرژۍ رییس، ملا محمد اسماعیل اخندزاده په شتون کې پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا سربند د «یو اېن اېف اې او» موسسې به مالي ملاتړ د ۸۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو دا هم ویلي چې د دغه سربند په جوړېدو سره به زرګونه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د ویلو ده چې له تېرو دریو کلونو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د لویو او کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې چې د ډېرو کارونه یې بشپړ او د ځینو یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.