ډېر لوستل شوي

ویده شهزاده الولید بن خالد له شل کلن کوما وروسته ومړ

د سعودي عربستان شهزاده الولید بن خالد بن طلال بن عبدالعزیز، چې له تېرو شلو کلونو راپدي خوا په کوما کې و، ومړ.

شهزاده الولید په ۲۰۰۵ کال کې د یوې ترافیکي پېښې له امله کوما ته لاړ او له هماغه وخته یې د “ویده شهزاده” لقب خپل کړی و.

سعودي پریس ایجنسي د نوموړي د وفات خبر تائيد کړی او زياته کړې يې ده، چې د جنازې لمونځ به يې سبا (دوشنبه) د مازدیګر له لمانځه وروسته د ریاض په امام ترکي بن عبدالله جومات کې ترسره شي. شهزاده الولید د شاهي کورنۍ یو پېژندل شوی غړی و، چې د اوږدې کوما له امله يې په سیمه‌ییزو او نړیوالو رسنیو کې ځانګړې توجه خپله کړې وه.

اړوند خبرونه