د اسرائيلو ۱۲ خبري شبکې د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د غزې د کنټرول لپاره یوه بدیله طرحه جوړه شوې او که د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په اړه روانې خبرې ناکامې شي؛ نو دغه طرحه به پلې شي.
د راپور له مخې، د صهيونيست رژيم وزيرانو له دې نوې طرحې توده هرکلي کړی دی.
که څه هم د دې طرحې جزییات نه دي افشا شوي؛ خو داسې ښکاري چې اسرائيلي لوری غواړي د خبرو د ناکامۍ پر مهال خپله بدیله سناریو پيل کړي.