د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې په تېره یوه اوونۍ کې ټولټال ۱۰۳ زره ۴۶۶ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، د حیرتان بندر له لارې ۷۵۴۹۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸۷۲۶ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۱۲۲۷۲ ټنه او د خواف ـ هرات پټلۍ له لارې ۶۹۷۳ ټنه توکي انتقال شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې انتقالاتو کې، نفتي، غیر نفتي او نور سوداګریز توکي شامل دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، له یادو انتقالاتو څخه ۱۹۳ مټریک ټنه صادرات هم شوي، چې ډېره برخه یې وچه میوه او د انارو جوس جوړوي.
د ټولګټو وزارت وايي، د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی نه یوازې ملي عواید لوړوي، بلکې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، اقتصادي ثبات، ځانبسیا او پرمختګ لپاره زمینه هم برابروي.
یاد وزارت ډاډ ورکړی، چې د لا زیاتو انتقالاتو لپاره به سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.