کورنیو چارو وزارت د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د سرمنشي، محمد بن عبدالکریم العیسی او مل پلاوي سره د خلیفه سراجالدین حقاني د کتنې خبر ورکړی.
په دې کتنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا ډول کتنې د افغانستان او سعودي عربستان د مسلمانو ملتونو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي په ټینګښت کې اغېزمنې بللې او په وینا یې چې افغانستان او سعودي عربستان اوږدې او ژورې اړیکې لري.
خلیفه سراجالدین حقاني همداراز د افغانستان او سعودي عربستان د اړیکو پر لاپراختیا ټینګار کړی دی.
بلخوا محمد بن عبدالکریم العیسی افغانستان ته د دوی د راتګ لامل د دواړو هېوادونو ترمنځ د علماوو د علمي اړیکو ټینګښت او د یاد سازمان له لارې د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ ترمنځ د علمي اړیکو پیاوړتیا بللې ده.
نوموړي په افغانستان کې د امن په فضاء کې د اسلامی امارت له مسوولینو سره پر کتنې ویاړ څرګند کړی دی.