ډېر لوستل شوي

د علومو اکاډمي: په یوه کال کې له ۲۰۰ زیاتو علمي پروژو کار شوی

د افغانستان د علومو اکاډمي مسوولين وايي، دغه اداره د یوه منظم علمي، څېړنیز او اداري جوړښت په چوکاټ کې له ۱۶ علمي مرکزونو، ۴۸ انسټیټوټونو او ۷۳ ډیپارټمنټونو سره خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
د اميد راډيو خبريال د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې د يادې ادارې د مسوولينو په حواله ويلي، په تېر یوه کال کې په ټولیز ډول پر ۲۰۶ علمي– څېړنیزو پروژو کار شوی دی.
د يادونې وړ ده چې دغه اداره هڅه کوي، د علمي بنسټونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي او د هېواد لپاره د باور وړ علمي سرچینې چمتو کړي.

اړوند خبرونه