ډېر لوستل شوي

د غبرګولي میاشتې د صادراتو ارزښت څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د روان لمريز کال د غبرګولي مياشتې د صادراتو ټول ارزښت ۶۳.۱ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۳۷.۲ ميليونه ډالره ښودلی دی.
د يادې ادارې د راپور له مخې، د غويي میاشتې په پرتله د غبرګولي میاشتې د صادراتو ارزښت ۳۹.۵ میلیون او د وارداتو ارزښت ۳۰۶.۸ میلیون ډالره کم شوی دی.
د مسوولينو په وينا، تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او واردات بیا له ایران، پاکستان او چین څخه ترسره شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

اړوند خبرونه