ډېر لوستل شوي

د غزې جګړه کې نږدې ۹۰۰ اسرائیلي پوځیان وژل شوي

د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راپدې خوا د حماس جهادي غورځنګ او د صهيونيست رژيم پوځ ترمنځ په روانه جګړه کې تر اوسه له ۸۶۰ څخه تر ۸۹۰ پورې صهیونستي پوځیان وژل شوي دي.
یاد شمېر د نړیوالو رسنیو، امنیتي شنونکو او د اسرائیلي رژیم د ځینو اعترافونو پر بنسټ خپاره شوي؛ خو د راپورونو له مخې، صهیونستي چارواکي هڅه کوي د خپلو تلفاتو اصلي شمېر پټ وساتي او په رسمي ډول یې له خلکو سره شریکې نه‌کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جګړې له پیله تر دې دمه په غزه کې زرګونه فلسطینیان هم شهيدان او ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اړوند خبرونه