د ریاستالوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (رابطة العالم الاسلامي) له رییس، ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی سره کتلي دي.
د ارګ د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې اداري مرستیال د زورواکۍ او ګډوډۍ ختمولو، د نشهیي توکو کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي، په جبري توګه راستنېدونکو کډوالو او د زېربنایي او انکشافي پروژو د تطبیق په برخو کې د اسلامي امارت پر لاستهراوړنو خبرې کړې دي.
په اعلامیه کې د مولوي عبدالسلام حنفي له قوله ویل شوي چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونو سره د دوستانه اړیکو د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
“اسلامي امارت په هیواد کې د خوارجو او اهل فتنې ریښه قطع کړې او د هغوی له منحرفو افکارو سره یې له امنیتي او فکري اړخونو مقابله کړې او د هغوی پناهځایونه یې لمنځه وړي دي.”
د ریاستالوزرا اداري مرستیال همداراز د پیوستون سازمان یو پرمختللی اسلامي او نړیوال بنسټ بللی او له دوی یې غوښتي چې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.
په دې کتنه کې محمد بن عبدالکریم العیسی افغانستان ته پر خپل سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره پر لیدنې خوښي ښودلې او په وینا یې چې له افغانستان سره به د خپلو اړیکو پراختیا ته دوام ورکوي.