ډېر لوستل شوي

غزني کې د اوبو ذخیروي بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی

د غزني ولایت په «زنخان» ولسوالۍ کې د ۴ میلیون ۶۸۵ زره ۸۲۰ افغانیو په لګښت د یو کوچني ذخیروي بند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د «کوه‌سورخ» بند ۵۰ متره اوږدوالی او ۶٫۳ متره لوړوالی لري.
د خبرپاڼې له مخې چې دا بند د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت جوړ شوی، او د ۵ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
د ویلو ده چې دا بند به د سېلابي اوبو د کنترول او تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړېدو لپاره ګټور تمام شي.
اوبو او انرژۍ وزارت دا خبر داسې مهال ورکړی چې دا مهال د هېواد په ځینو سیمو کې د لویو او کوچنیو بندونو د جوړولو او رغولو چارې پیل شوې چې د ځینو کارونه یې بشپړ او ځینې یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

اړوند خبرونه