د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ۷ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.
د دې ادارې په خبرپاڼه لیکل شوي چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا او سېلابونو د راوتو اټکل شته.
د خبرپاڼې له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ – ۲۵ ملي مترو پورې اټکل کېږي.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت هواپېژندنې ادارې همداراز په سوېلي، ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۹۰ کیلو مترو پورې وي.
هواپېژندنې ادارې دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې د ننګرهار په ګډون په ځینو ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو هېوادوالو ته ځاني او پراخ مالي زیانونه اړولي وو.