ډېر لوستل شوي

ویتنام کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ د مړو شمېر ۳۸ ته لوړ شو

د ویتنام په مشهور سيلاني ځای “هالونګ بې” کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۸ ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، ټول مړه شوي کسان د ویتنام تابعیت لري، چې په دوی کې ماشومان هم شامل دي.
د ویتنام حکومت ویلي، پېښه د سيلانیانو د یو سفر پر مهال رامنځته شوې، چې لا هم یو شمېر کسان لادرکه او ژغورونکې ډلې د پاتې کسانو د موندنې په هڅه کې دي.
د کښتۍ د ډوبېدو د پېښې لامل لا تر اوسه نه دی څرګند شوی؛ خو پلټنې روانې دي. هالونګ بې د طبيعي ښکلا له امله نړیوال شهرت لري چې هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان يې د ليدنې په موخه هلته ورځي.

اړوند خبرونه