ډېر لوستل شوي

ټرمپ: اوباما دې ونیول شي

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پخواني ولسمشر بارک اوباما د نیولو غوښتنه کړې.
د فاکس نيوز د راپور له مخې، دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د استخباراتو مشرې تولسي ګبارډ ادعا وکړه، چې اوباما د ټرمپ پر ضد د کودتا هڅه کړې وه.
ګبارډ اوباما د ټرمپ په تېره دوره کې پر کودتاه تورن کړی او سلګونه پټ اسناد يې افشا کړي، چې ښيي اوباما د جعلي استخباراتو له لارې هڅه کړې وه چې په ۲۰۱۶ ټاکنو کې د هغه د بریا مخه ونیسي.
د يادونې وړ ده، چې تازه تورونو د امریکا د سیاست په داخلي فضا کې نوي بحثونه راپارولي دي.

اړوند خبرونه