د ا.ا ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې اوسمهال په ټول هېواد کې د درملو ۶۳ تولیدي فابریکې فعالې دي چې ۲ زره ۳۵۶ قلمه بېلابېل درمل تولیدوي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو فابریکو تولید شوي درمل د کیفیت له پلوه خورا ښه دي، او له ۱۰ تر ۱۵ سلنې پورې د هېواد اړتیا پوره کوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت همداراز ویلي د درملو سکټور د ملاتړ په موخه بېلابېلې اسانتیاوې رامنځته شوې، چې له ډلې یې د درملو تولیدي فابریکو ته د اړتیا وړ برېښنا برابرېدل او د استفادې پر وخت په کور دننه تولیدشویو درملو ته لومړیتوب ورکول دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي قانون جوړ شوی او همداراز د هېواد په کچه په ټولو صنعتي پارکونو کې د درملو تولیدي فابریکو ته ځمکه ورکول کېږي.
د ویلو ده چې اسلامي امارت د درملو په سکټور کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر او له پانګوالو سره د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.