ډېر لوستل شوي

اسلام‌کلا کې د موقتي مېشتېدنې په موخه د خېمو درول پیل شوي

له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د بې‌سارې راستنېدنې په دوام، له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې په اسلام‌کلا سرحد کې د لسګونه خېمو د درولو خبر ورکړی دی.
دې ادارې ویلي چې دا اقدام د راستنېدونکو افغانانو لپاره د موقتي مېشتېدنې او لومړنیو امکاناتو د چمتو کولو په موخه شوی دی.
له پېښو سره د مبارزې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادې خېمې له لومړنیو اسانتیاوو برخمنې دي، او تر ډېره ښځو، ماشومانو او ځپل‌شویو ته ځانګړې شوې دي.
د یادولو ده چې له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه سلګونه زره افغانان راستانه شوي دي.
بلخوا د اسلامي امارت مسوولینو ډاډ څرګند کړی چې د کډوالو د راستنېدنې بهیر یې تر دې دمه ښه مدیریت کړی او راستنېدونکو لومړنیو اسانتیاوو ته رسېدنه شوې ده.

اړوند خبرونه