ډېر لوستل شوي

اقتصادي کمېسیون د کبانو سکټور د پراختیا طرحه تائید کړه

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د اقتصادي کمېسيون د تخنيکي نوبتي غونډه نن د ارګ په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوې ده.

ياد معاونيت وايي، د دې غونډې له اجنډا سره سم له هر اړخيز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت د نظر په پام کې نيولو سره د کبانو سکټور د پراختيا طرحه د تائيد وړ بلل شوې ده.

د اقتصادي معاونيت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې به د کبانو روزنې ۷ زره ۷۰۰  فارمونه جوړ شي، چې تر ۹۰ سلنې به د کبانو غوښې په برخه کې د هېواد اړتیا پوره او ۳۰۰ زره هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي. د ويلو ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولينو ته سپارښتنه شوې، چې د اوبو او انرژۍ وزارت نظرونه ځای پر ځای او نهايي بڼه يې د تخنيکي کمېټې راتلونکې مجلس ته وړاندې کړي.

اړوند خبرونه