ډېر لوستل شوي

اوکراین: د دفاعي لګښتونو لپاره ۱۲۰ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوکرایني چارواکي وایي چې د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره یې ‘د خپلو دفاعي لګښتونو لپاره د میلیاردونو ډالرو د ترلاسه‌‌کولو’ خبرې روانې کړې دي. 

د دغه هېواد دفاع وزیر «دنیس شمیخال» ویلي چې هېواد یې دا مهال د خپلو دفاعي لګښتونو د پوره‌کولو لپاره ۱۲۰ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.  

د رویټرز په راپور کې د اوکرایني چارواکو په حواله ویل شوي چې تر دې دمه د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره د ۶۰ میلیارد ډالرو هوکړې ته نږدې شوې دي. 

د اوکراین دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په وروستیو کې یې له روسیې سره جګړه پراخه شوې، او یو پر بل د بې‌سارو بریدونه راپورونه ورکول کېږي.

د ویلو ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له امله د سلګونه زره کسانو پر مرګ‌ژوبلې سربېره دواړو هېوادونو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

اړوند خبرونه