ډېر لوستل شوي

د افغانستان او یمن د کلتوري همکاریو د پیاوړتیا پر هڅو خبرې شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې قاري حمیدالله تمکین د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د یمن له سفیر ښاغلي محمد صالح طُریق سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د افغانستان او یمن ترمنځ د کلتوري ګډو ځانګړتیاوو ترڅنګ، د دوه اړخیزو کلتوري اړیکو د پراختيا، پیاوړتیا او عملي همکارۍ په اړه نظریات تبادله کړل.

د یمن سفیر د اسلامي امارت له پرمختګونو خوښي څرګنده کړې او دا یې مثبت او اغېزناک پرمختګ بللی دی. نوموړي تمه ښودلې، چې افغانستان به د سیمې او نړۍ په کچه یو پرمختللی، ودان او پر ځان بسیا هېواد شي.

ښاغلي طُریق همداراز د فلسطین د مظلومو خلکو پر وضعیت ژور خواشیني ښودلې او د اسلامي امت پر یووالي او همغږۍ یې ټینګار کړی دی. په پای کې د یمن سفیر له افغانستان سره د کلتوري او تاریخي ارزښتونو په برخه کې د دايمي همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه