ډېر لوستل شوي

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه؛ د ۸۲۸ میلیون افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظور شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۲۸ میلیون افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې کړې دي. 

د اقتصادي معاونیت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د یاد کمېسیون دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، او له بحث وروسته ۱۹ پروژې تعدیل، شپږ منظورې او د یوې پروژې قرارداد فسخه شوی دی.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په تعدیل شویو او منظور شویو پروژو کې د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

اقتصادي معاونیت دا هم لیکلي چې د یوې بلې پروژې په اړه جلا ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو له ګټونکي شرکت سره د پروژې د قېمت په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

اړوند خبرونه