ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت اړوند روغتونونو کې زرګونه جراحي او لسګونه د زړه عملیات ترسره شوي

د ملي دفاع وزارت مسوولين وايي، چې د دوی اړوند روغتونونو ته د ورغلو ناروغانو شمېر له ۱۵ لکه اوښتی دی.

د اميد راډيو خبريال د امارتي ادارو د تېر يو کال لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې د مسوولينو له قوله ويلي، د تېر يوه کال په ترڅ کې ۱۵۴۲۳۹۴ تنه ناروغان د ياد وزارت اړوند روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

د مسوولينو په وينا، د ياد شمېر له ډلې د ۱۵۲۷۱۳۰ تنو ناروغانو په بشپړ توګه درملنه شوې او ۱۵۲۶۴ تنه نور په بستر کې تر درملنې لاندې دي.

د ياد وزارت د يو کلنو لاسته راوړنو د راپور له مخې، د عملياتو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوی، چې له مخې يې ۱۰۵۳۰ جراحي عمليات ترسره شوي دي. د دغو عملياتو له ډلې ۱۱۳ د زړه اړوند عمليات ترسره شوي دي.

اړوند خبرونه