د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د تېر يو کال په ترڅ کې يې زرګونه پوځي، تخنيکي، روغتيايي او بنسټيز فعاليتونه ترسره کړي دي. دا څرګندونې د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د ياد وزارت د يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې وشوې، چې پکې ګڼو چارواکو، رسنيو او خبريالانو ګډون کړی و.
د ملي دفاع وزارت لوی درستيز قاري فصيحالدين فطرت وايي، په تېرو دولسو مياشتو کې شاوخوا ۹ لکه ۴ زره پوځي فعاليتونه ترسره شوي، چې دا شمېر د وزارت د پراخ حضور او هممهاله چټک تحرک ښکارندويي کوي. نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت په ټول هېواد واکمن دی او په افغانستان کې هېڅ ورانکارې ډلې ته د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي.
قاري فصيحالدين ټينګار وکړ: ” د افغانستان له خاورې هیڅ هېواد ته ګواښ نه دی متوجه او نه هم ورانکارو ډلو ته دلته ځای شته.”
په همدې پروګرام کې د وزارت د ستراتيژيو او پاليسۍ مرستيال مولوي محمد قاسم فريد ويلي، چې په ياده موده کې د ۹۵ تنو منسوبینو ګمارنې شوي او ۶۷۹ تنه له تخار، بغلان او پنجشیر ولایتونو څخه پوځي لیکو ته جذب شوي دي. همداراز، د هوايي ځواک په برخه کې ۱،۰۴۴ تنه نوي کادرونه روزل شوي دي.
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان دا مهال له ۱۵۰ زرو تر ۲۰۰ زرو پورې اسلامي ملي اردو لري، چې د هېواد د دفاع، امنیت، نظم او ملي حاکميت د ټينګښت لپاره پر مختلفو برخو تنظیم شوې ده. چارواکي وايي، دا اردو نه يوازې له عصري تجهیزاتو برخمنه ده، بلکې د عقیدوي، فني او مسلکي روزنو له لارې لا پياوړې شوې هم ده.
د ملي دفاع وزارت د يو کال راپور د روغتیايي برخې د لاسته راوړنو یادونه هم کوي، چې د رسمي معلوماتو له مخې، د وزارت اړوند روغتونونو ته د تېر يو کال په ترڅ کې ۱۵۴۲۳۹۴ تنه ناروغان ورغلي دي، چې له دې شمېر څخه ۱۵۲۷۱۳۰ تنو بشپړ درملنه شوې او ۱۵۲۶۴ تنه تر بستر لاندې دي.
د عملياتو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوی، چې له مخې يې ۱۰،۵۳۰ جراحي عمليات ترسره شوي دي. د دغو عملياتو له ډلې ۱۱۳ يې د زړه اړوند پېچلي عمليات بلل شوي دي.