د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو د امارتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي چې یاده اداره د کیفیت په تامین، د ټولنې په روغتیا، د کورنیو تولیداتو په ملاتړ او د ملي اقتصاد په وده کې اساسي رول لري.
په یاد پروګرام کې د امید راډیو خبریال د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رییس، مولوي وحید احمد بدري له قوله ویلي چې دوی د سټنډرډ عالي شورا په ۴ غونډو کې د ۲۲۸ سټنډرډونو او ازمایښتي کړنلارو په نهایي کولو او تصویب بریالي شوي دي.
د سټنډرډ ادارې مسوولینو همداراز ویلي چې په تېر کال کې د ۱۲۸ تخنیکي کمیټو په جوړولو سره، ۱۳۴ سټنډرډونه او ۲۱۳ د ازمایښت کړنلارې نهایي شوي دي، چې اوس مهال ۹۸۰ تصویب شوي ملي سټنډرډونه شتون لري او د تطبیق وړ دي.
د دې ادارې د مسوولینو په وینا چې د هیواد په شپږو بندري ولایتونو کې د سټنډرډ دفترونو جوړولو لپاره ځمکه ځانګړې شوې او د زیربناوو د جوړولو لپاره عملي اقدامات روان دي.
په ورته وخت کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال، مولوي محمد آصف قانت ويلي چې د سټنډرډ ملي اداره د کیفیت د تثبیت او کنټرول د یوازینۍ مرجع په توګه د سټنډرډ جوړونې، مطابقت ارزونې، میټرولوژۍ، اعتبار ورکونې او علمي څېړنو په برخه کې د هیواد د پرمختګ او پراختیا لپاره کلک ګامونه اخیستي دي.