د غزني ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت په «آب بند» ولسوالۍ کې د کارېز نړېدنې له امله دوه کارګر مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه د آب بند ولسوالۍ په «صاحبزاده» کلي شوې، او څلورو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې امنیتي مسوولین د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان د مقر ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.
د مسوولینو په وینا، په دغو کسانو د کیندنې پرمهال کارېز را ړنګ شوی او دوو کسانو پکې ژوند بایللی دی.
د ویلو ده چې په وروستیو کې د یو شمېر موسسو په همکارۍ په کلیوالو سیمو کې د کاریزونو د کېندني کارونه پیل شوي دي.