ډېر لوستل شوي

له پاکستانه افغانستان ته د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نيول شوې

د هېواد ملي دفاع وزارت د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو د نشه‌يي توکو د یو لوی قاچاق مخه نیولې ده.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۱۵ عزم قول اردو د اوومې سرحدي محمدي لواء د څلورم خالد بن ولید کنډک ځواکونو د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ په لیډریک سیمه کې یو موټر نیولی، چې پکې ۷۳۰ کیلو ګرامه تریاک ځای پر ځای شوي وو او له پاکستانه افغانستان ته قاچاقېدل.

سرچینې زیاتوي، چې له یاد موټر سره درې تنه نیول شوي، چې له دوی څخه یو میل پیکا، یو میل کلاشنکوف او دوه سټلايټ ټیلفونونه هم ترلاسه شوي دي.

د يادې قول اردو مسوولین وایي، نیول شوي کسان به د لا زیاتو څېړنو او قانوني تعقیب لپاره اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

اسلامي امارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه ملي او نړیوال تعهد ګڼي او ټينګار کوي چې پر وړاندې به يې هڅې لا ګړنۍ شي.

اړوند خبرونه