د لوګر عامې روغتیا ریاست په یاد ولایت کې د مور او ماشوم خدماتو لپاره د ۳۲٫۵ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو روغتیایي مرکزونو یا FHH د پرانیستلکېدو خبر ورکړی دی.
یاد ریاست امید راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا روغتیايي مرکزونه د عامې روغتیا د سرپرست وزیر، مولوي نور جلال جلالي له لوري پرانیستل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې تړاو جوړ شویو مراسمو کې مولوي نور جلال جلالي د دغو پنځو روغتیایي مرکزونو فعالیت د لوګر ولایت د میندو او ماشومانو په روغتیايي برخه کې مثبت او ګټور بللی دی.
بلخوا په دې مراسمو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو مالي صندوق یا UNFPA)) عمومي مشر «کوابین تا اسنتې» ژمنه کړې چې د مرستندویه هیوادونو په مالي ملاتړ به لوګر کې نور روغتیايي مرکزونه هم جوړوي.
یاد روغتیايي مرکزونه د UNFPA نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ په څرخ، ازره، برکي برک، خروار، او پل علم ولسوالیو کې جوړ او پرانیستل شوي دي.
د ویلو ده چې د دغو روغتیايي مرکزونو په پروژه ټول ټال شاوخوا ۳۲٫۵ میلیون او په هره ځاله شاوخوا شپږ میلیون افغانۍ مصرف شوې دي.