د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي او د بهرنیو چارو وزارت کې د قطر د دولت وزیر، محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ترمنځ په ټلفوني خبرو کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو او د راستنېدونکو افغانانو اړوند بېلابېلو مسایلو بحث شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې چې په دې ټلفوني اړیکه کې له جرمني څخه د ۸۱تنه افغانانو د راستنولو بهیر او پاتې پړاوونو باندې کار او افغانستان ته د کډوالو د وروستیو څپو په تړاو خبرې شوې دي.
په اعلامیې د مولوي امیرخان متقي له قوله ویل شوي په جرمني کې به د افغان دیپلوماتانو له خوا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمات په شفاف ډول وړاندې شي او د خبرو راتلونکي پړاوونه به هم مثبتې پایلې ولري.
بلخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر په وروستیو کې د قطر په اسانچارۍ د افغانستان او جرمني ترمنځ وروستی پرمختګ مهم بللی او ژمنه یې کړې چې د قطر دولت به د دې پروسې راتلونکو پړاوونو کې هم خپل مثبت رول دوامدار ساتي.
نوموړي دا هم ویلي چې هېواد یې افغانستان ته د کډوالو وروستۍ څپې له نږدې څاري او د وضعیت د مدیریت لپاره له اړونده ارګانونو سره ګډ کار کوي.