د ریاست الوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي نن له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په کنفرانس کې د یاد کنفرانس پر جوړېدو خوښي ښودلې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت لخوا په خپرهشوې اعلامیه کې د ریاستالوزراء اداري مرستیال له قوله ویل شوي چې د هیواد د ادراي سیستم د برېښنایي کولو هڅې روانې دي، ترڅو د وخت د ضایع کېدو مخنیوی وشي.
مولوي عبدالسلام حنفي په یاد کنفرانس کې دا هم ویلي د اسلامي امارت له لوري د سوداګرۍ او پانګونې او خصوصي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې زیاتې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او د دغو اسانتیاوو د لا زیاتېدو هڅې پیل شوې دي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال همداراز هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو پر لاسنیوي ټینګار کړی او هیله یې ښودلې چې د کډوالو راستنېدل به د وطن لپاره په ښه فرصت برابر شي.
د نوموړي په وینا: “له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې په برخه کې د اسلامي امارت د اړوندو ادارو ترڅنګ د ولسونو او هغو خلکو همکاري چې مالي توان لري مهمه ده، هیله لرم هیواد ته د مهاجرینو راستنېدل د وطن لپاره په ښه فرصت بدل شي.”